Skip to content

Skip to table of contents


څنګه د خدای د کلام د زده کړې څخه ګټه اخیستلای شې؟‏

څنګه د خدای د کلام د زده کړې څخه ګټه اخیستلای شې؟‏

مرسته وغواړه:‏ هغه څوک چې تا ته دا خپرونه درکړې ده،‏ به په خوشحالۍ د خدای کلام درباندې زده کوي او یا په انټرنېټي پاڼه jw.org کې غوښتنلیک ډک کړه.‏

پیل

هر یو پاراګراف،‏ غټ لیکل شوې پوښتنې ‏(‏الف)‏ او ایتونه ‏(‏ب)‏ ولوله چې په موضوع باندې پوه شې.‏ د ځینو ایتونو نه وروسته «ولوله» لیکل شوي دي.‏

منځ

د لوست لنډ بیان ‏(‏پ)‏ د «غور وکړه» لاندې لیکل شوی دی.‏ د لوست سرلیکونه ‏(‏ت)‏ مهمې ټکې ښیي.‏ د خدای د کلام څخه ایتونه ولوله،‏ پوښتنو ته ځواب ورکړه او ویډیوګانې ‏(‏ټ)‏ وګوره.‏

انځورونه ‏(‏ث)‏ څېړنه وکړه او هغه څه چې لاندې لیکل شوي دي ولوله.‏ د «ځینې وایي» ‏(‏ج)‏ د خبرو په باره کې خپل اند شریک کړه.‏

پای

هر یو لوست په «لنډیز» او «بیا کتنه» ‏(‏څ)‏ خلاصېږي.‏ د لوست د پای د رسېدو نېټه ولیکه.‏ د «دا هڅه وکړه» ‏(‏چ)‏ لاندې یو وړاندیز شته.‏ د «نور زده کړه» ‏(‏ځ)‏ لاندې نور معلومات کتلای شې او یا لوستلای شې.‏

څنګه د خدای په کلام کې ایتونه پیدا کولای شې؟‏

د خدای په کلام کې هر یو کتاب یو نوم (‏الف)‏ لري.‏ ابواب (‏ب)‏ او ایتونه (‏پ)‏ هم شته.‏ د مثال په توګه،‏ زبور ۱۱۹:‏۲ څه معنیٰ لري؟‏ زبور د کتاب نوم دی،‏ ۱۱۹ د باب شمېر دی او ۲ د ایت شمېر دی.‏